پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeافغانستانپه واشنګټن کې له برید وروسته؛د امریکا په کانګرېس کې د کډوالۍ...

په واشنګټن کې له برید وروسته؛د امریکا په کانګرېس کې د کډوالۍ تګلارو لانجې تودې شوې

په واشنګټن کې د یوه افغان کډوال له برید وروسته، د امریکا په استازو جرګه کې د کډوالۍ د تګلارو په اړه لانجې او ناندرۍ ډېرې شوې دي.

جمهوري‌پالو استازو د بایډن د حکومت پر کډوالۍ نیوکې وکړې او د سختو بدلونونو غوښتنه یې وکړه.

ځینو استازو آن د قانوني کډوالۍ د محدودولو خبره کړې، په داسې حال کې چې نورو د اړتیاپر بنسټ د کډوالۍ د تنظیم ملاتړ کړی دی.

دغه بحثونه وروسته تر هغه تاوده شول چې افغان کډوال رحمان‌الله لکڼوال د ملي ګارد پر عسکرو برید وکړ او یوه سرتېره یې ووژله.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here