پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeافغانستانرویټرز:ریاض کې د خبرو پر مهال افغانستان او پاکستان د اوربند پر...

رویټرز:ریاض کې د خبرو پر مهال افغانستان او پاکستان د اوربند پر دوام سلا شوي

د رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله لیکلي چې افغانستان او پاکستان په ریاض کې د وروستیو خبرو پر مهال د اوربند د دوام پر سر سلا شوي دي.

د راپور له مخې، په دغو مذاکراتو کې د پاکستان د پوځ، استخباراتو او بهرنیو چارو وزارت لوړپوړیو استازو ګډون کړی و.

له دې وړاندې سرچینو ویلي وو چې دواړو لوريو د مستقیمو خبرو لپاره د یوه ګډ چوکاټ د جوړېدو پر موضوع هم بحث کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here