د طالبانو حکومت د مالیې وزارت د نفتی توکو د کیفیت او څارنې ریاست ویلي، د روان کال د عقرب میاشتې په ترڅ کې یې د هېواد له بېلابېلو ګمرکونو څخه ۱۶ ټانکره بېکیفیته نفتی توکي مسترد کړي دي.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو توکو کې ۳ ټانکره ډیزل، ۴ ټانکره اوبلن ګاز، ۱ ټانکره روغنیات د ننګرهار له ګمرکه، ۴ ټانکره ډیزل له حیرتان بندر او ۴ ټانکره پټرول د شیرخان بندر څخه بیرته ګرځول شوي دي.
خبرپاڼې زیاته کړې چې یاد وزارت هره ورځ د هېواد په ټولو ګمرکونو کې د نفتی موادو د کیفیت د معلومولو لابراتواري بهیر په مسلکي ډول تعقیبوي، څو هېواد ته یوازې معیاري او خوندي نفتی توکي وارد شي.

