ایران له افغانستان سره د کانونو او صنعت په برخو کې د پراخو همکاریو اعلان کړی دی.
د ایران د پارلمان د صنعت او کانونو کمېسیون غړي امیر توکليرودي ویلي، د افغانستان کانونه د ایران د صنعت لپاره ستراتېژیک اهمیت لري او تهران هڅه کوي په دې سکتور کې پراخې پانګونې وکړي.
توکليرودي وايي، دواړه لوري د پولې په دواړو غاړو د ګډې اقتصادي او کاني سیمې د جوړولو پر پلان کار کوي او ایران به د کانونو د اکتشاف، کېندنې او تولید په برخه کې له طالبانو سره تخنیکي مرسته کوي.
د کانونو تر څنګ، د ایران یو لوړپوړی پلاوی هرات ته تللی څو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې امکانات و ارزوي.

