سه شنبه, مارچ 3, 2026
Homeافغانستانفراه؛د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري لس افغانان په ډزو وژل...

فراه؛د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري لس افغانان په ډزو وژل شوي

د فراه ولایت د طالبانو حکومت امنیه قومانداني وایي چې تېره شپه لس تنه افغان ځوانان د ایران د پوله‌ ساتو ځواکونو له لوري په ډزو وژل شوي دي.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه کسانو هڅه کوله چې په غیر قانوني توګه د کار موندلو لپاره ایران ته واوړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یادو کسانو د فراه ولایت له اړخه د «میل-۷۸» سرحدي نقطې له لارې د ایران خاورې ته اوښتل، چې د ایران د پوله ساتو ځواکونو له ډزو سره مخ شول او ووژل شول.

د پېښې په اړه لا نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here