د بېځایه شویو خلکو ملاتړ کوونکې نړیوالې ادارې او د هغې شریکو سازمانونو په یوه ګډ لیک کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ته ویلي چې افغان کډوال د خپلې خوښې له مخې له خپلې خاورې نه دي تللي، بلکې د جګړو، سیاسي بېثباتۍ او امنیتي ګواښونو له امله مجبوره شوي دي.
په لیک کې ټینګار شوی چې افغانانو کلونه د جګړې، ظلم او ناامنۍ سختې تجربې ګاللې دي او د څو محدودو پېښو له امله باید ټول کډوال په ګډه قضاوت نه شي.
یادې ادارې غوښتنه کړې چې د یو فرد ترخې پېښې دې د زرګونو بېګناه افغان کډوالو د سزا او توند چلند بنسټ ونه ګرځي، ځکه دا کار به د بشري حقونو اصول زیانمن کړي او د ناامنه کسانو حالت به لا پسې خراب کړي.

