د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې د درنو واورو ورښت د ورځني ژوند ترڅنګ د هوايي تګراتګ چارې هم ګډې وډې کړې دي.
د واورې سخت طوفان د زرګونو الوتنو د لغوه کېدو او ځنډېدو لامل شوی او ګڼ کورونه، ودانۍ او سړکونه له دوو فوټو څخه د زیاتې واورې لاندې شوي دي.
په ځانګړي ډول د شیکاګو ښار د نومبر میاشت د واورې د ورښت له پلوه نوی ریکارډ ثبت کړی دی.
د ښار په نړېوال هوايي ډګر کې ۸.۴ انچه واوره ورېدلې چې له امله یې سلګونه الوتنې یا فسخه شوې او یا هم د ساعتونو لپاره وځنډول شوې.
د هوا پېژندنې فدرالي اداره خبرداری ورکوي چې سړه هوا او ورښتونه به روانه اونۍ هم دوام ولري.
د دغې ادارې د وړاندوینې له مخې، پنسلوانیا او نیو جرسي ته د بل واورین توپان د رسېدو امکان هم شته.

