چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeکورپاڼهپاکستان؛اسلام‌اباد کې د څلورو یا هم تر دې د زیاتو کسانو په...

پاکستان؛اسلام‌اباد کې د څلورو یا هم تر دې د زیاتو کسانو په راټولېدو بندیز ولګېد

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د اسلام‌اباد یوې قضایي ادارې په پلازمېنه کې د ۱۴۴ مادې پلې کېدو پرېکړه کړې، چې له مخې یې څلور او تر هغه د زیاتو کسانو ټولې غیرقانوني راټولېدنې منع دي.

د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، دا ګام ځکه اخیستل شوی چې ځینې ډلې د اجازې پرته غونډې او راټولېدنې کوي، او چارواکي وايي د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره د دې قانون عملي کېدل اړین بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان کې امنیتي پېښو زور اخیستی او ګڼ ځایونه هدف ګرځول کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here