شنبه, مارچ 14, 2026
Homeافغانستانبدخشان کې؛پر چینايي وګړو د برید په تړاو دوه مشکوک کسان نیول...

بدخشان کې؛پر چینايي وګړو د برید په تړاو دوه مشکوک کسان نیول شوي

د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار ویلي، چې په مایمي ولسوالۍ کې دوه تنه پر چینايي وګړو د برید په تړاو نیول شوي دي.

کامګار د نیول شویو کسانو د هویت او د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو رسنیو مخکې راپور ورکړی و، چې ګواکې په مایمي ولسوالۍ کې پر چینايي وګړو برید کې دوه کسان وژل شوي دي.

د دغو راپورونو په وینا، وژل شوي کسان هم چینايي وګړي بلل شوي وو؛ خو تر اوسه محلي چارواکو د مرګ ژوبلې رسمي پخلی نه دی کړی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here