شنبه, مارچ 14, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت لوړپوړی پلاوی؛پاکستان سره د خبرو لپاره سعودي عربستان ته...

د طالبانو حکومت لوړپوړی پلاوی؛پاکستان سره د خبرو لپاره سعودي عربستان ته تللی

راپورونه وایي، چې د طالبانو حکومت یو لوړپوړي پلاوي سعودي عربستان ته سفر کړی دی.

په دې پلاوي کې د طالبانو حکومت لوړپوړی غړی انس حقاني، د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب او د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي شامل دي.

راپورونه وایي چې په همدې مهال پاکستاني پلاوی هم سعودي عربستان ته تللی او د ریاض د منځګړیتوب له لارې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ خبرې بیا پیل شوې دي.

تر اوسه د خبرو دقیق محورونه نه دي روښانه شوي؛ خو نږدې سرچینې وايي چې د دې ناستو هدف د وروستیو شخړو کمول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو خبرو لپاره یوه چوکاټ جوړول دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here