د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت وايي، چې په فاریاب کې د دې وزارت پر ریاست د برید هڅه شنډه شوې ده.
د وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر ادعا کړې چې یو بریدکوونکي تېره شپه د میمنې په ښار کې د دوی د کارکوونکو د نښه کولو هڅه کې نیول شوی دی.
هغه د بریدګر د هویت او د ناکامۍ د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

