د طالبانو حکومت، یو لوړپوړي استخباراتي چارواکي جابر نعماني، ویلي چې له پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیټي لارو محدودول احساساتي پرېکړه نه وه، بلکې د اقتصادي خودکفایۍ، سیمهییز توازن او ملي ګټو پر اساس ترسره شوې ده.
نعماني زیاتوي چې د پاکستان د لارو د محدودېدو په بدل کې بدیلې تجارتي لارې، نوي بازارونه او نوې ترانزیټي دهلېزونه خلاص شوي دي، چې دا پرمختګونه د پرېکړې د حسابشوي ماهیت ثبوت دی.
د ده په وینا، د دې پرېکړې نرمول به بېځایه احساساتي اقدام وي او ښايي منفي پایلې ولري.
هغه ټینګار کړی چې دغه اقدام د ملي حاکمیت د پیاوړتیا، اقتصادي تنوع د پراختیا او متوازنې بهرنۍ پالیسۍ په لور یو مهم ګام دی.
نوموړي دغه راز ویلي، که «اسلامي امارت» په همدې لوري ثابت پاتې شي، د افغانستان سیاسي ثبات، اقتصادي مقاومت او سیمهییز اعتبار به نور هم زیات شي.

