د خیبر پښتونخوا د کرم ولسوالۍ په چینارک سیمه کې وسلهوالو د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی چې له امله یې دوه پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
راپورونه وايي چې د سختې جګړې له امله پولیس اړ شول نږدې غرونو ته ځانونه ورسوي او له ځينو سره اړیکه هم پرې شوې ده.
سرچینې وایي چې پوستۀ د بریدګرو له لوري نیول شوې او د وضعیت د کره څرنګوالي په اړه معلومات لا هم محدود دي.

