پاکستاني پولیس وايي چې د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ د نصرتخېل په سیمه کې د اهلحدیث پر جومات چاودنه شوې چې له امله یې ودانۍ زیانمنه شوې ده.
د جومات د امام کور هم وروسته د ډزو او لاسي بم په برید کې په نښه شوی؛ خو په پېښه کې کوم کس ټپي یا وژل شوی نه دی.
پولیسو د ناڅرګندو بریدکوونکو پر ضد لومړنۍ دوسیه ثبت کړې ده او د پېښې د څرنګوالي څېړنه روانه ده.

