په قطر کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست سهیل شاهین، ادعا کوي چې د پاکستان استخباراتي اداره «آیاېسآی» هڅه کوي د امریکا وروستۍ پېښه د «اسلامي امارت» سره وتړي، څو د افغانستان حکومت ته منفي انځور ورکړي.
شاهین د یوې هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې امکان لري ځینې بهرنۍ استخباراتي کړۍ په دغه پېښه کې لاس ولري او هڅه کوي افغانان د نړیوال امنیت لپاره په خطر بدل وښيي.
ده ټینګار کړی چې د «اسلامي امارت» دریځ بدلون نه دی کړی او هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې د افغانستان خاوره په بهرنیو بریدونو کې وکاروي.

