جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت؛۷۰کلن ټیکټاکر «ملک اکبر» د "غیر...

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت؛۷۰کلن ټیکټاکر «ملک اکبر» د “غیر اخلاقي فعالیتونو” په تور نیولی

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ټولنیزو رسنیو د محتوا د څار په تازه اقدام کې یو ۷۰ کلن ټیک‌ټاک کاروونکی، چې «ملک اکبر» معرفي شوی، نیولی دی.

د یاد وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر ویلي، ملک اکبر په داسې کړنو بوخت و چې د دوی په باور د «اسلامي او اخلاقي ارزښتونو خلاف» عمل ګڼل کېده چې نوموړی له نیول کېدو وروسته د طالبانو حکومت ځانګړې محکمې ته سپارل شوی دی.

د دغه کاروونکي د نیول کېدو د دقیق ځای په اړه معلومات نه دي څرګند شوي، خو وزارت خبرداری ورکړی چې د ټیک‌ټاک او نورو شبکو هر کاروونکی چې ورته چلند تکرار کړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here