د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دفتر مشر محمدالله بختیار په استانبول کې د ترکي او افغان پانګوالو په ګډه سوداګریزه غونډه کې ګډون کړی دی.
بختیار ویلي چې افغانستان د کانونو، کرنې، صنعت، انرژۍ، خدماتو او ټیکنالوژۍ په برخو کې د بهرنۍ پانګونې پراخ ظرفیت لري.
هغه ټینګار کړی چې «اسلامي امارت» د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره اسانتیاوې، هڅوونکي پروګرامونه او مناسب شرایط برابر کړي او د ترکي پانګوالو هرکلی کوي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د پاکستان سره د سوداګرۍ په کړکېچ پسې د طالبانو حکومت د منځنۍ اسیا او ایران لور ته د بدیلو لارو په لټه کې دي او افغان سوداګرو ته یې سپارښتنه کړې چې له اسلاماباد سره سوداګریزې اړیکې محدودې کړي.

