د اوکراین د ولسمشر دفتر مشر اندری یرماک وروسته له هغې له دندې استعفاء وکړه چې د فساد ضد ادارې د هغه کور وپلټه.
یرماک ویلي چې له پلټونکو سره پوره همکاري کوي.
ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي اعلان کړی چې د شنبې په ورځ به د نوي مشر په اړه پرېکړه وکړي.
د یرماک استعفا په داسې وخت کې شوې چې په اوکراین کې د لوړپوړو چارواکو د پراخ فساد په اړه څېړنې روانې دي او وروستیو پلټنو د حکومت پر وړاندې د خلکو غبرګون شدید کړی دی.
یرماک، چې د زېلنسکي نږدې ملګری بلل کېږي، په رسمي ډول په کوم جرم نه دی تورن؛ خو د مخالفینو له لوري د هغه د لېرې کولو غوښتنې زیاتې شوې وې.

