د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن یو ځل بیا د افغانستان په اړه د پاکستان پر پالیسیو توندې نیوکې کړي دي.
هغه دا څرګندونې په هغه ناسته کې کړې چې د افغانستان سره د سوداګرۍ د بیا فعاله کېدو لپاره یو شمېر پاکستاني سوداګران ورغلي وو.
فضلالرحمن ویلي، اسلاماباد له ۴۵ کلونو راهیسې داسې پالیسي تعقیبوي چې «نه د عملي کېدو وړ ده او نه یې پایله مثبته شوې».
نوموړي ادعا کړې چې د ضیاءالحق او پروېز مشرف په واکمنیو کې د افغانستان کړکېچ د پیسو د ترلاسه کولو لپاره کارول شوی او پاکستاني ادارو د افغانانو په نوم ډالر تر لاسه کړي دي.
هغه ټینګار کړی چې د سیمې د ثبات لپاره د سولې او ګډو اقتصادي همکاریو پر بنسټ نوې پالیسي جوړېدو ته اړتیا ده.

