جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانکریم خُرم:امریکا له طالبانو سره د ځینو افغان کډوالو د بېرته ستنولو...

کریم خُرم:امریکا له طالبانو سره د ځینو افغان کډوالو د بېرته ستنولو خبرې کړي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخواني رییس کریم خرم ادعا کړې چې امریکا له طالبانو سره د ځینو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې کړي دي.

هغه ویلي چې د امریکا د ملي ګارډ پر عسکرو د برید وروسته د واشنګټن چټک غبرګون ښيي چې امریکا د ورته فرصت په لټه کې وه.

د خُرم په وینا، هغه افغانان چې پخوا د CIA ځانګړو پروګرامونو له لارې روزل شوي او امریکا ته لېږدول شوي، ښايي د ستنولو هدف وي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې ممکن له دې ډلې سره نور افغان کډوال هم په قصدي ډول له بېلابېلو هېوادونو اخراج شي.

کریم خُرم هر ډول ترهګریز برید غندلی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here