چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeکورپاڼهخیبر پښتونخوا؛بنو کې د پولیسو پر مرکز څلور اړخیز وسله وال برید...

خیبر پښتونخوا؛بنو کې د پولیسو پر مرکز څلور اړخیز وسله وال برید شوی

وړمه شپه د خیبر پښتونخوا د بنو احمدزۍ سیمه کې د پولیسو پر یوه مرکز څلور اړخیز برید شوی.

سرچینې وايي، دا حمله شاوخوا درې ساعته روانه وه چې پراخه مرګ ژوبله یې هم درلوده.

چارواکي زیاتوي، په سیمه کې د وینې نښې لیدل شوي چې ښيي بریدګرو ته هم تلفات اوښتي، خو تر دې دمه یې دقیق شمېر نه دی څرګند شوی.

د برید مسؤلیت لا کومې ډلې نه دی منلی، خو امنیتي ځواکونه وايي په سیمه کې د لټون عملیات روان دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here