جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت؛د پاکستان له خوا راتلونکو الوتنو لپاره د هوايي حریم...

د طالبانو حکومت؛د پاکستان له خوا راتلونکو الوتنو لپاره د هوايي حریم د بندېدو راپورونه رد کړي

د طالبانو حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت چارواکو هغه راپورونه رد کړي چې ګواکي کابل د پاکستان له لوري د راتلونکو الوتکو لپاره خپل هوايي حریم تړلی دی.

دغه افواهات چې په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي او د طالبانو حکومت د ملاتړ څو حسابونو یې پراخ ترویج کړی و، ادعا کوله چې افغانستان د پاکستان له فضا څخه راتلونکو الوتکو ته د تېرېدو اجازه درولې ده.

خو د وزارت لوړپوړي چارواکي مولوي فتاح‌الله منصور ویلي: «د هوايي حریم د تړلو راپورونه بې‌اساسه دي.»

چارواکو ټینګار کړی چې د افغانستان هوايي حریم د معمول مطابق پرانیستی دی او هېڅ ډول محدودیت نه دی لګول شوی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here