جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانامریکا؛تر نامعلومې مودې د افغانانو د کډوالۍ بهیر د درولو اعلان وکړ

امریکا؛تر نامعلومې مودې د افغانانو د کډوالۍ بهیر د درولو اعلان وکړ

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې USCIS اعلان کړی چې د افغان وګړو د مهاجرت ټول بهیر یې تر نامعلوم وخت لپاره درولی دی.

د ادارې په وینا، دغه پرېکړه به تر هغه وخته نافذه وي چې د امنیتي ارزونو او د بیا کتنې بشپړه پروسه پای ته ونه رسېږي.

یادې ادارې په خپل بیان کې ټینګار کړی:«د امریکا د خاورې او خلکو ساتنه زموږ اساسي او یوازینی لومړیتوب دی.»

دغه بندیز د افغانانو ټولې قضیې، هغه چې روانې دي او هغه چې تازه ثبت شوې دي، شاملوي.

تر اوسه روښانه نه ده چې د امنیتي کتنو پروسه به کله پای ته رسېږي او د افغانانو د کډوالۍ بهیر به بیا کله پیل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here