یکشنبه, مې 17, 2026
Homeافغانستانپه فاریاب کې ټرافیکي پېښه؛۹ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان...

په فاریاب کې ټرافیکي پېښه؛۹ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي

په فاریاب کې د ټرافیکو مسوولینو ویلي چې د پشتونکوټ ولسوالۍ په کوتل ګردنه سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۹ کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د ټرافیکو مدیر عبدالجبار روحاني وايي، دا پېښه د لېندۍ په ۴مه د سهار لس بجې د موټرو د چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې.

ټپیان د میاندرې کلینیک او میمنې روغتون ته انتقال شوي دي.

د چارواکو په وینا، قربانیان د المار ولسوالۍ د تیموري کلي اوسېدونکي وو چې د واده مراسمو ته روان وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here