جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت؛د عامې روغتیا وزارت لوړپوړی پلاوی د رسمي سفر لپاره...

د طالبانو حکومت؛د عامې روغتیا وزارت لوړپوړی پلاوی د رسمي سفر لپاره ترکیې ته ولاړ

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال عبدالولي حقاني له یوه لوړپوړي پلاوي سره ترکیې ته د رسمي سفر په موخه تللی دی.

د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سفر هدف د روغتیا په برخه کې د نوو تجربو ترلاسه کول او د ترکیې له دولتي او خصوصي چارواکو سره د همکارۍ د پراخېدو په اړه خبرې کول دي.

یاد پلاوی به د ترکیې له بېلابېلو روغتیایي بنسټونو او دولتي ادارو سره د هغو لارو چارو په اړه بحث وکړي چې د افغانستان د روغتیایي نظام د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا نږدې کېدو لامل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here