جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانفضل الهادي مسلمیار:د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان د حریم ښکاره نقض...

فضل الهادي مسلمیار:د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان د حریم ښکاره نقض دی او نړیواله ټولنه دې جدي اقدام وکړي

د مشرانو جرګې پخواني رییس فضل‌الهادي مسلمیار د پاکستان د پوځي رژیم له لوري په کونړ، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د ترسره شویو تازه هوايي بریدونو په کلکه غندنه کړې ده.

مسلمیار وايي، دا بریدونه د افغانستان د هوایي حریم ښکاره نقض دی او نړیواله ټولنه او د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د پاکستان له حکومته د دغو «خپلسرو او وحشیانه» بریدونو په تړاو جدي پوښتنه او پلټنې وکړي.

هغه ټینګار کړی چې افغانستان یو بشپړ خپلواک هېواد دی او هېڅوک د دې حق نه لري چې په‌ یې کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي یا د هېواد ملي حاکمیت ته ګواښ متوجه کړي.

مسلمیار زیاتوي چې افغانستان هېڅکله د پاکستان د هوایي بریدونو ځواب نه دی پرېښی، خو د دې ډول کړنو دوام به د دواړو هېوادونو اړیکې او ډیپلوماتیک مناسبات لا ډېر خراب کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here