د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد، د پاکستاني ځواکونو له لوري په پکتیکا، خوست او کنړ کې د تېرې شپې هوايي بریدونه د افغانستان د خاوري ښکاره نقض او د نړیوالو منل شوو اصولو سره څرګند ټکر بللی دی.
مجاهد په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، دا بریدونه یو ځل بیا ثابتوي چې پاکستانی پوځ د غلطو معلوماتو پر اساس عمل کوي، چې پایله یې د وضعیت ترینګلتیا، د پاکستان د پوځ ناکامي او رسوایي ده، نه کومه لاسته راوړنه.
د هغه په خبره، د افغانستان د حریم دغه سرغړونه او د ملکیانو وژل د منلو وړ نه دي، او هغوی یې په کلکه غندي.
نوموړي زیاته کړې:«د افغانستان اسلامي امارت دغه سرغړونه او جنایت په کلکه غندي او يو ځل بيا تکراروي چې له خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو څخه دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.»

