پاکستان کې د طالبانو حکومت پخواني سفیر، مولوي عبدالسلام ضعیف د پاکستان لخوا د تېرې شپې بریدونه د افغانستان پر حریم ښکاره تېری بللی دی.
ښاغلي ضعیف ویلي، چې د ګربزو په ولسوالۍ کې د بېګناه خلکو، ښځو او ماشومانو وژل د پاکستان د «بېکفایته او بزدلانه پوجي رژیم» د فساد څرګند مثال دی.
نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان په دې بریدونو وښودله، چې د سولې لپاره نه لیوالتیا لري او نه وړتیا، او د خپل هېواد په ثبات او امنیت ساتلو کې هم پاتې راغلی دی.
مولوي ضعیف د ملکي قربانیانو لپاره د دعا ترڅنګ زیاته کړې چې الله دې د افغانانو شهادتونه قبول کړي او کورنیو ته دې اجر عظیم او صبر جمیل ور په برخه شي.

