جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانحامد کرزی:پاکستان دې له تخریبي او دښمنانه سیاستونو څخه لاس واخلي

حامد کرزی:پاکستان دې له تخریبي او دښمنانه سیاستونو څخه لاس واخلي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له لوري پر خوست، کنړ او پکتیکا د ترسره شوو هوايي بریدونو کلکه غندنه کړې ده.

په دغو بریدونو کې چې کوچنیان او میرمنې وژل شوې، کرزي دغه عمل د نړیوالو اصولو او بشري ارزښتونو خلاف بللی دی.

نوموړي له اسلام‌اباده غوښتي چې له افغانستان سره خپلې اړیکې د ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او نړیوالو اصولو پر بنسټ تنظیم کړي.

هغه پاکستان ته سپارښتنه کړې چې د تخریبي او دښمنانه سیاستونو له تکرار څخه لاس واخلي او د سیمې په ګټه عاقلانه پرېکړې وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here