جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانزلمی خلیلزاد:افغانستان کې پر ملکي وګړو بمبار د پاکستان او افغانستان د...

زلمی خلیلزاد:افغانستان کې پر ملکي وګړو بمبار د پاکستان او افغانستان د ستونزو د حل لار نه ده

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه څرګندونو کې په خوست، کنړ او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان د پوځ د وروستیو بریدونو غندنه کړې ده.

خلیلزاد ویلي، د لومړنیو راپورونو له مخې په خوست کې د مغلګي په سیمه کې د پاکستاني برید له امله ۹ ماشومان او یوه ښځه وژل شوي، او په کنړ او پکتیکا کې هم څلور ملکي کسان ټپیان شوي دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د ملکي وګړو وژل او د پراخې جګړې رامنځته کولو خطر د افغانستان او پاکستان د ستونزو د حل لار نه ده، او باید پر زغم، واقعي تفاهم او ډيپلوماسۍ تکیه وشي.

خلیلزاد زیاته کړې چې تمه ده په نږدې ورځو کې د ترکیې لوړپوړی پلاوی اسلام‌اباد او ښايي کابل ته سفر وکړي، څو دواړه هېوادونه وهڅوي چې د امنیتي ډلو له لوري د یو بل د خاورې د کارولو د مخنیوي پر یوه ګډ هوکړه‌لیک سره سلا شي.

د هغه په وینا، د دې هوکړې په چوکاټ کې به په انقره کې د څار او همغږۍ ګډ مرکز جوړېږي چې د ترکیې، قطر، افغانستان او پاکستان استازي به پکې شامل وي.

هغه ویلي، دا مرکز به د سرغړونو د څار تر څنګ د راپورونو تر ترلاسه کېدو وروسته د ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه هم پورته کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here