د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په نوي ډیلي کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي چې له هند سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره نوي ګامونه اخیستل کېږي.
عزیزي ویلي، افغانستان او هند هوکړه کړې چې غیر تعرفوي فیسونه صفر ته راکم کړي او د سوداګریز همغږۍ د پیاوړتیا لپاره به په راتلونکې یوه میاشت کې په کابل او نوي ډیلي کې سوداګریز اتاشیان وټاکل شي.
هغه د بانکونو ترمنځ د اړیکو ژورېدل، د چابهار بندر پراخه کارونه، د مال وړونکې الوتنو زیاتوالی، ګډ تجارتي کمیټې او ګډه سوداګریزه خونه جوړول د نورو مهمو اقداماتو په توګه یاد کړل.
د نوموړي په وینا، دواړه هېوادونه به هر کال د یو بل په کوربهتوب کې د سوداګرۍ نندارتونونه هم جوړوي څو د تولیداتو او پانګونې فرصتونه پرمخ لاړ شي.

