د پنجاب پولیس وايي چې په راولپنډۍ کې د بېاسناده افغان کډوالو د موندلو عملیات روان دي او په تازه اقدام کې یې ۱۹ افغانان نیولي دي.
د پولیسو په وینا، دا عملیات د ښار په ګڼو سیمو کې ترسره شوي او په لسګونو کورونه، هټۍ او هوټلونه پلټل شوي دي.
چارواکي زیاتوي چې د کور په کرایه ورکولو په تور د څلورو کسانو پر ضد قضیې هم ثبت شوې دي.

