د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکیچ او لارې تړل کیدو وروسته، تازه شمیرو ښودلې چې د هېواد صادراتو په تیره میاشت (اکټوبر) کې د پام وړ زیاتوالی موندلې.
تازه شمېرې ښایي چې افغانستان په تیره میاشت کې شاوخوا ۲۶۷ میلیونه ډالره صادرات کړي، چې دا د تېر کال په پرتله څلور سلنه زیاتوالی ښيي.
د اقتصادي شنونکو په وینا، دا پرمختګ په ځانګړي ډول هغو بازارونو ته د نوې لارې پرانیستو پایله ده چې افغان تولیدات ورته په منظم ډول استول کېږي.
راپورونه وايي چې د هند او ازبکستان لوري ته د صادراتو پراختیا د بازارونو د تنوع او د بدیلو لارو د موندلو یوه بریالۍ هڅه بلل کېږي.
په اکتوبر میاشت کې د خوراکي توکو صادرات ۲۳۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې د تېر کال په پرتله یې ۸،۶ سلنه زیاتوالی ثبت کړی دی.
د سویلي آسیا د ترانزیټي فشارونو له منځه، افغان سوداګر اوس هم هڅه کوي چې د بدیلو بازارونو او مسیرونو له لارې د صادراتو ثبات وساتي.

