د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په تاجیکستان کې د خپل سیال سراجالدین مهرالدین سره د لیدنې پر مهال ویلي چې افغانستان د دواړو هېوادونو ګډ ګاونډی دی، او بیجینګ چمتو دی له دوشنبې سره په ګډه د افغانستان د سولې، ثبات او بیارغونې په برخو کې همکاري پیاوړې کړي.
وانګ یي چې تاجیکستان ته په رسمي سفر تللی، د بهرنیو چارو وزیر سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراخولو او سیمهییزو همکاریو د زیاتولو په اړه خبرې کړي دي.
د سفر په لړ کې هغه د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره هم ځانګړې ناسته کړې ده.

