نړۍوال بانک د مالیې وزارت په همکارۍ په افغانستان کې د پروژو او قراردادي شرکتونو د پاتې پورونو د ورکړې پروسه پیل کړې ده.
د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نړیوال بانک د هوکړهلیکونو او تصدیقشوو اسنادو د ارزونې پر بنسټ پیسې د TPMA له میکانېزم یا د مالیې وزارت له لارې اړوندو شرکتونو ته ورکوي.
د معلوماتو له مخې، نړیوال بانک له بېلابېلو قراردادي شرکتونو شاوخوا ۴۵ میلیونه ډالر پور لري چې د ورکړې لړۍ یې پیل شوې ده.
وزارت زیاته کړې، چې د یاد بانک له لوري د قراردادي شرکتونو د پورونو ورکړه یو مثبت ګام دی.

