د امریکا د فدرالي هوانوردۍ ادارې د ونزوئلا د خراب امنیتي وضعیت، پوځي فعالیتونو او د جیپيايس د تداخل د زیاتېدو له امله هوايي شرکتونو ته خبرداری ورکړی دی.
اف ای.ای وايي، دا وضعیت د ملکي الوتکو د خوندي تګ راتګ لپاره خطر جوړوي.
امریکن ایرلاین د ونزوئلا له فضا د الوتنو مخه نیولې، خو ډیلټا او یونایټیډ لا تبصره نه ده کړې.
امریکا په کارابین کې خپل پوځي حضور پراخ کړی، او راپورونه وايي چې د ټرمپ حکومت د ونزوئلا په اړه د CIA ځینې پټ عملیات هم منظور کړي دي.
ټرمپ ویلي ښايي ډېر ژر له مادورو سره خبرې وکړي.

