د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د خپل رسمي سفر په دوام کې په هند کې د دغه هېواد د خصوصي سکتور غړیو، هند کې مېشتو افغان سوداګرو او د PHD سوداګرۍ او صنعت خونې له مشرتابه سره غونډه کړې ده.
د غونډې په پیل کې د PHDCCI مشر افغان پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو ترمنځ د ګډو پروګرامونو او همکارۍ د پراخېدو ژمنه یې تازه کړې.
نورالدین عزیزي ګډونوالو ته د افغانستان د نويو پانګونې اسانتیاوو او د حکومت له لوري د خصوصي سکتور د پوره ملاتړ په اړه معلومات ورکړل.

نوموړي ویلي چې هندي پانګوال دې یوازې پانګونې ته محدود نه وي، بلکې په وارداتو او صادراتو کې دې هم همکاري زیاته کړي.
هغه د پانګونې او وارداتو لپاره د سمنټو تولید، درملو، خوراکي توکو او ټوکرۍ (نساجي) برخې مهم فرصتونه وبلل.
د صادارتو لپاره یې د پنبې، تازه مېوو او وچو مېوو سکتورونه ډېر مناسب یاد کړل.

