طالبانو حکومت تر واک لاندې د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې پولیسو د هکرانو هغه درې کسیزه ډله نیولې چې د خلکو شخصي واټساپ اپلیکیشنونه به یې هک کول.
د یادې حوزې جنایي مدیر عبدالرحمن مخلص ویلي چې دغې ډلې به د خلکو شخصي واټساپ اپلیکیشنونه او نور ورته حسابونه هک کول او د کورنیو د شخصي عکسونو او ویډوګانو تر ترلاسه کولو وروسته به یې ترې د پیسو غوښتنې کولې.
یاد هکران د لسمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې نیول شوي.
مسولینو ویلي چې له یادو هکرانو څیړنې روانې دي.

