شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستانشیخ هبت‌الله:علما دې اختلافات کم کړي او د «امارت» فرمانونه دې په...

شیخ هبت‌الله:علما دې اختلافات کم کړي او د «امارت» فرمانونه دې په ځان پلي کړي

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده په کندهار کې د فقهي مجالسو د مسوولینو او علماوو د دوه ورځني روزنیز سیمینار په وینا کې ویلي، چې علما باید د یو بل پر ضد مخالفت ونه کړي، حقایق پټ نه کړي او د خلکو ترمنځ د شخړو د ختمولو لپاره هڅې وکړي.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې شیخ هبت‌الله علماوو ته سپارښتنه کړې چې د «امارت» د فرمانونو عملي کول دې لومړی په خپله شروع کړي او وروسته یې نورو ته ورسوي، څو خلک د هغوی له عمل څخه الهام واخلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here