د طالبانو حکومت د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې له پاکستان سره روانې ستونزې باید د خبرو اترو او یوې منطقي حللارې له لارې هوارې شي.
هغه د پانګونې د جذب په اړه په یوې غونډه کې ټینګار کړی چې جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده او هېوادونه باید د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې ولري.
حنفي ویلي، طالبان پر هېچا برید نه کوي؛.خو که پرې برید وشي، د ځواب حق لري.
دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د طالبانو حکومت او پاکستان اړیکې تر شخړې وروسته ترینګلې شوي او سوداګري یې په ټپه درېدلې ده.

