د غزې د رسنیو د دفتر د معلوماتو له مخې، د اوربند له پای ته رسېدو وروسته اسراییلي ځواکونو پر غزه کې پراخ هوايي او توغندیز بریدونه کړي چې په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۹۳ بریدونه ثبت شوي دي.
چارواکي وايي په دغو بریدونو کې ۲۷۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۵۲ نور ټپیان شوي دي.
بل لور ته، په لبنان کې د صیدون ښار سوېلي څنډې ته یو بل اسراییلي هوایي برید شوی دی.
راپورونه وايي چې دا برید د فلسطیني کډوالو پر یو کمپ ترسره شوی چې له امله یې ۱۳ کسان ژوند بایللی او ۴ نور ټپیان شوي دي.

