چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeکورپاڼهپولیټیکو:امریکايي پوځي مشران د محرم سفر په ترڅ کې اوکراین ته رسېدلي

پولیټیکو:امریکايي پوځي مشران د محرم سفر په ترڅ کې اوکراین ته رسېدلي

پولیټیکو په یوه راپور کې ویلي، د امریکا دوه لوړپوړي پوځي چارواکي په یو نا اعلان شوي سفر کې د اوکراین پلازمېنې کیف ته رسېدلي دي.

ټاکل شوې چې دوی نن ورځ د اوکراین له پوځي مشرانو، وکیلانو او ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره جلا جلا ناستې وکړي.

سرچینې وایي چې د دغو لیدنو اصلي بحث به د روسیې سره د سولې د درېدلې بهیر ارزونه او د دې پروسې د بیا پيل په تړاو د اوکراین د دریځ اورېدل وي.

وال سټریټ ژورنال په یوه بل راپور کې لیکلي چې یاد امریکايي چارواکي پلان لري په راتلونکو ورځو کې له روسي چارواکو سره هم د خبرو یوه ناسته ترسره کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here