د جاپان د اور وژنې ملي ادارې ویلي، د دغه هېواد په سوېلي برخه کې په یوه سمندري ښار کې لګېدلي پراخ اور نږدې ۱۷۰ څخه ډېرې ودانۍ په بشپړ ډول له منځه وړي دي.
د چارواکو په خبره، دا اور چې پرون مازیګر بل شوی، لا هم نه دی کنټرول شوی.
لومړني معلومات ښيي چې په پېښه کې یو کس ورک شوی او شااوخوا ۱۷۵ تنه اوسېدونکي د خوندیتوب لپاره بیړنیو سرپناهو ته کډه شوي دي.
ویل کېږي چې د اور وژنې ټیمونه د باد له امله د اور د وژلو برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

