د سيانبيايس د راپور له مخې، نن له سهار راهیسې د Cloudflare په سیستم کې د پراخې تخنیکي ستونزې له امله د ایکس (پخواني ټویټر)، League of Legends او ګڼو نورو ویبپاڼو او اپلیکیشنونو کار ګډوډ شوی او کاروونکي یې د ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
کلاډفلر کمپنۍ ویلي چې د “500 خطاګانو” د زیاتېدو له کبله یې ډېر خدمات بند شول، خو تخنیکي ټیمونه د ستونزې د حل په موخه هڅې کوي.
د سيانبيايس د راپور له مخې، شرکت زیاتوي چې ډېری برخې بېرته عادي کېدو ته نږدې دي، خو ښايي ځینې کاروونکي لا هم خطاګانې وویني.
تر اوسه روښانه نه ده چې ستونزه ولې رامنځته شوې، خو دا ګډوډي په نړیواله کچه د میلیونونو کاروونکو پر انلاین فعالیت اغېزمنه شوې ده.

