شنبه, مارچ 21, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت؛د صنعت او سوداګرۍ وزیر سبا هند ته په رسمي...

د طالبانو حکومت؛د صنعت او سوداګرۍ وزیر سبا هند ته په رسمي سفر ځي

یو شمېر باوري سرچینو رسنیو ته ویلي چې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي به سبا د رسمي سفر په موخه د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته روان شي.

ویل کېږي چې نورالدین عزیزي به ددغه سفر پر مهال د هند له دولتي چارواکو سره د سوداګرۍ د پیاوړتیا، د دواړو لورو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د پراختیا او ګډو اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې سختې ترینګلې شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here