پاکستاني رسنیو ویلي چې د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې په یو تازه بیان کې له اسلاماباده غوښتنه شوې چې د افغان سوداګرو د مال وړونکو لاریو تګ راتګ ته اجازه ورکړي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د بار وړونکو موټرو بندښت دواړو لورو ته مالي زیان اړوي او باید د زیان د پراخېدو د مخنیوي لپاره ژر تر ژره پرېکړه وشي.
د ګډې خونې مسوولینو دا هم ویلي چې پاکستان باید له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې بیارغونې او همکاریو ته په کتو بېرته پرانیزي ترڅو سوداګریز بهیر عادي حالت ته ستون شي.

