د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، له فرانسې سره یې د ۱۰۰ رافال جنګي الوتکو د ترلاسه کولو هوکړه لیک لاسلیک کړی، څو د روسیې پر وړاندې د خپل هېواد اوږدمهاله پوځي ځواک پیاوړی کړي.
زېلېنسکي دا تړون پاریس ته د خپل سفر پر مهال د ولسمشر امانوېل مکرون په حضور کې لاسلیک کړ او ورته یې د نړۍ له سترو دفاعي هوایي تړونونو څخه یادونه وکړه.
سرچینې وایي، دغه الوتکې به د لس کلن ستراتیژیک تړون برخه وي؛ ځینې به له فرانسوي زېرمو ورکړل شي، خو ډېرې به د اوږدمهاله پلان له مخې تولید او سپارل کېږي.
د الوتکو لېږد وخت غواړي، ځکه د پیلوټانو لپاره سختې روزنې تر سره کېږي.
فرانسې مخکې ژمنه کړې وه چې اوکراین ته به نورې میراژ الوتکې او د استر–۳۰ توغندي هم وسپاري.

