د بنګلدیش ځانګړې محکمې په غیاب کې ګوښه شوې لومړۍ وزیره، شیخ حسینه، چې اوس په تبعید کې ده، د انسانیت ضد جنایتونو په تور د اعدام حکم پرې کړی.
د حکم اورولو لړۍ نن (دوشنبه) د پلازمېنې ډاکه له محکمې په ژوندۍ بڼه خپره شوه.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، د بنګلدیش لنډمهالي حکومت د حکم د اورېدو پر مهال د ډاکه ښار امنیت د نورو ورځو په پرتله خورا ټینګ کړی و.
شیخ حسینه، چې اوس په هند کې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، په غیاب کې محاکمه شوې ده.

