د آریانا هوايي شرکت اعلان کړی چې د طالبانو حکومت د رئيسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د پرېکړې له مخې له یکشنبې راهیسې له هند سره د سوداګریزو توکو واردات او صادرات ارزان شوي دي.
آریانا وايي، له دوشنبې وروسته به هر کیلو توکي نوي ډیلي ته د یو ډالر په بدل کې صادرېږي او په ۸۰ سنټو به واردېږي.
د شرکت رئیس بختالرحمان شرافت وايي، هدف دا دی چې د افغانستان تولیدات په کم لګښت نړیوالو بازارونو ته ورسوي.
دغه پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې د طالبانو حکومت او پاکستان اړیکې ترینګلې شوي او د دواړو هېوادونو پوله له یوې میاشتې راهیسې د سوداګرۍ لپاره تړل شوې ده.

