د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وايي چې د ۳۱۳ مرکزي قولاردو سرتېرو او استخباراتي کارکوونکو د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ په تنګي دربند ـ باټوخېل سیمه کې د BM-21 راکټونو یو پټ زېرمتون موندلی دی.
د وزارت په وینا، دا زیرمه د مخالفینو پخوانۍ پټنځای ګڼل کېږي چې په کې ۱۸ د BM-21 راکټونه او ۲۱ سرګلولې ترلاسه شوې دي.
یاد وزارت زیاتوي چې ترلاسه شوې مهمات د امنیتي ځواکونو له لوري خوندي شوي دي.

